امریکا ځینې افغان کډوال مرکزي افریقا ته لېږدوي

2 Min Read

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ اداره پلان لري چې د افغانانو په ګډون د کډوالو یوه ډله مرکزي افریقا ته انتقال کړي او په دې اړه د امریکا او مرکزي افریقا ترمنځ یوه نوې هوکړه هم شوې ده.

د یادې هوکړې له مخې، لومړۍ الوتنه پلان شوې څو شاوخوا ۲۰ پناه غوښتونکي به انتقال کړي چې په دې ډله کې د افغانانو ترڅنګ د سوریې او ایران وګړي هم شامل دي.

دغه پناه غوښتونکو ته مخکې د امریکا د کډوالۍ یوې محکمې لخوا د اخراج د مخنیوي حکم ورکړل شوی و چې په‌کې ویل شوي وو د هغوی د شکنجې یا څار احتمال په خپلو هېوادونو کې له ۵۰ سلنې زیات دی.

خو د ټرمپ اداره درېیم هېواد ته د اخراج د قانوني تشې له لارې هڅه کوي چې دغه کسان د اصلي هېواد پر ځای مرکزي افریقا ته واستوي.

مرکزي افریقا له کلونو راهیسې له سختې بې‌ثباتۍ، داخلي وسله‌والو شخړو او اقتصادي کړکېچ سره مخ هېواد دی او د بشري حقونو فعالان وايي چې دغه هېواد ته د کډوالو لېږل د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کولی شي.

د ټرمپ ادارې په وروستیو میاشتو کې له کانګو ډیموکراتیک جمهوریت سره هم د افغان کډوالو د لېږد په اړه خبرې کړې دي، په داسې حال کې چې دغه هېواد د اېبولا ناروغۍ له خپرېدو سره هم مخ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې واشنګټن له څو هېوادونو سره د افغان کډوالو د منلو په اړه سلامشورې کوي؛ په ځانګړي ډول د هغو افغانانو په اړه چې د قطر په پنډغالو کې د امریکا د ویزو او لېږد په تمه پاتې دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply