د وسلهوالو طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر، دوی داسې نظام حاکم کړی چې ټوله نړۍ کې یې بېلګه نهشته.
شیخ ندا محمد ندیم د ننګرهار پوهنتون د محصلانو فراغتغونډې ته د وینا پر مهال ویلي، دوی عدالت ټینګ کړی او خلکو ته یې حقونه ورکړي.
ندیم داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې څه کم ۱۸۰۰ ورځې وشوې چې دغې ډلې په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو او ښځو پر زدهکړو، کار او دندو محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي
ندیم زیاتوي: “اسلامي امارت هغه نظام دی چې ستا د عبادت اخلاقو احترام دی چې ستا نفس ساتي، ستا دین ساتي او ستا مال ساتي.”
ندیم داسې مهال د خلکو د مال ساتنې خبره کوي چې هره ورځ ورځ د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې په ډېر شمېر وسلهوالې غلاوې کېږي او طالبان یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
نوموړی وايي: “زه حج کې یو عرب سره مې لاس ټکر شو او ستړي مهشي مې ورسره وکړه، تر تعارف وروسته یې راته وویل چې اصلي نران تاسې یاست افغانانو.”
دا وسلهوالب طالب چارواکی وايي چې افغانان د اسلام او ازادۍ ساتونکي دي.
بل پلو دیني عالمان نیوکې کوي چې د طالبانو د حکومت تګلارې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي او د دغه ډلې ډېری کړنې شریعت سره هېڅ اړخ نه لګوي.