د وسلهوالو طالبانو د امربالمعروف وزیر وايي، د افغانستان تېر جمهوري نظام فاسد و او سلامي نظریه او مفکوره یې نه درلوده.
خالد خنفي له یوشمېر قومي مشرانو سره په غونډه کې د افغانستان پر تېرو نظامونو سختې نیوکې کړي دي او ویلې یې دي چې تېر شل کن فاسد جمهوریت چې ټوله نړۍ یې ملاتړې وه، ځکه له منځه ولاړ چې د اسلام نظریه او مفکوره یې نه لرله.
حنفي له علماو، طالبانو، د پوهنتون، ښوونځي او مدرسو له ښوونکو او هېوادوالو غوښتنه کړې چې د دوی د اسلامي نظام د تطبیق لپاره سره یو موټي شي او ټینګار یې کړی چې دوښمن ته په خپلو منځونو کې د نفاق جوړولو وخت ورنه کړي.
د حنفي په خبره: “دوښمن ته دا موقع مه ورکوئ چې زموږ او ستاسو او هېوادوالو په منځ کې د قوم، سمت او نورو نومونو درز پيدا کړي. واک، چوکۍ او قدرت له هیچا سره تلپاتي نه وي.”
نوموړي ویلي: د نورمحمد ترکي نه تر نجیب او بیا تر اشرف غني پوري منسب د هیچا سره وفا ونه کړ.
د هغه په وینا، تېر حکومتونه د روسیې، امریکا او نړۍ د ملاتړ ترڅنګ بیا هم په افغانستان کې ناکام او ماتې خوړلې ده.
خالد حنفي وویل: “که نړیوال یادوو خلقیانو او پرچمیانو سره روسیه او کمونیستان ولاړو و او که د شل کلن دور یاد کوو ټوله نړۍ ورسره ولاړه وه، دیموکراتانو او جمهورتیانو سره، دغه شل کلن د جمهوریت په نوم باندی زموږ او ستاسو پر هېوادوالو تپل شوي فاسد نظام وو، د هغوی سره ملاتړ د نړۍ وو ولي ستا په لاس هغه نابود شو، ځکه چې د هغوی سره د اسلام نظریه او مفکوره نه وه”.
د وسلهوالو طالبانو په رسمي روایت کې ویل کېږي چې د امریکا او ناټو تر ملاتړ لاندې جمهوري نظام د فساد، داخلي اختلافاتو او د اسلامي ارزښتونو د نه پلي کېدو له امله سقوط وکړ.