اوچا: ۱۶ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو او اوبو ته لاسرسی نه‌لري

1 Min Read

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان دمګړی شاوخوا ۱۶ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر اېکس پاڼه په یوه پیغام کې ویلي، د اوبو کمښت د خلکو پر ورځني ژوند ژور اغېز کوي او کورنۍ اړ باسي چې د خوندي اوبو ترلاسه کولو لپاره پراخې هڅې وکړي.

اوچا وویل، افغان ماشومان د اوبو د کمښت له امله له زیاتو روغتیايي ګواښونو سره مخ کېږي او سیمه‌ییزې ټولنې د دغه ستونزو د مدیریت او مقابلې لپاره له جدي ننګونو سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو اړند یادې ادارې د اوبو او حفظ‌الصحې په برخه کې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او د اړمنو افغانانو د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.

تر دې وړاندې یوناما ویلي وو، افغانستان د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ هېوادونو له ډلې دی او اوږدمهاله وچکالۍ، د ځمکو شاړېدل او د اوبو کمښت د خلکو ژوند او د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

دغه راز ملګرو ملتونو ویلي، د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ دوام په افغانستان کې د زیانمنو ټولنو پر بشري وضعیت فشارونه نور هم زیات کړي دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply