د زدهکړو پښتنه فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، ملاله یوسفزۍ د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د نړۍ د مشرانو پر بېعملۍ نیوکه کړې او د هغو کسانو د حسابورکولو لپاره یې د اغېزناکو مېکانېزمونو د رامنځته کېدو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.
هغه وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د افغان ښځو او نجونو راتلونکې لهمنځه تللې ده.
یوسفزۍ د طالبانو د جزايي اصولنامې یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې اصولنامې لهمخې د مېړه لخوا د ښځې وهل او ټکول تر هغه وخته د عدلي تعقیب وړ نهګڼل کېږي چې هډوکی یې نه وي مات شوی.
هغې ټینګار وکړ چې ځینې نړیوال مشران دا ډول چلند یوه کلتوري او کورنۍ مسئله ګڼي، خو د هغې په وینا دا برداشت د منلو وړ نهدی او زیاتوي چې په نړیوالو قوانینو کې د ښځو او نجونو لپاره کافي خوندیتوب نهشته.
یوسفزۍ د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو دوام ته په اشارې وویل، سره له دې چې له سختو محدودیتونو او ځپنې سره مخ دي، بیا یې هم خپلې زدهکړې نهدي پرېښې.
ملالې یوسفزۍ د ۲۰۲۱ کال پر مهال په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو په اړه وویل: “ما باور نهشو کولی، هغه کسان چې یو وخت یې زما پر لور ټوپک نیولی وو، بېرته واک ته رسېدلي او اوس د ټولو افغان ښځو او نجونو راتلونکې ترې اخلي.”
په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او ټولنیز حضور په برخو کې پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.
یوسفزۍ او د ښځو د حقونو نورو فعالانو په تېرو کلونو کې څو ځله د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
خو وسلهوال طالبان سره له دې چې د کورنیو او نړیوالو له نیوکو او همداراز پراخو غبرګونونو سره مخ شوي، تر اوسه د ښځو پر ضد له هېڅ یوه فرمان څخه نهدي پر شا شوي او دا محدودیتونه خپلې کورنۍ چارې بولي.