کاکړ: پر ډیورنډ کرښه خنډونو سوداګري اغېزمنه کړې

3 Min Read

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر وایي، پر ډیورنډ کرښه محدودیتونو او خنډونو سوداګري اغېزمنه کړې ده.

خوشحال خان کاکړ وویل، له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراخېدو لپاره باید اسانتیاوې برابرې شي؛ ځکه پر ډیورنډ کرښه د محدودیتونو او امنیتي خنډونو له امله د سیمې سوداګر او کاروباریان له ستونزو سره مخ دي.

هغه د خپل پلار او د پښتون ملتپال سیاست‌وال عثمان کاکړ د پنځم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، له افغانستان سره د سوداګرۍ پر وړاندې شته محدودیتونو د پښتنو پر اقتصاد منفي اغېز کړی او د سیمې اقتصادي فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.

خوشحال خان کاکړ د بلوچستان د سیف‌الله کلا ولسوالۍ په یاده غونډه کې ادعا وکړه چې پښتانه په پاکستان کې له سیاسي، اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي او د خپلو بنسټیزو حقونو ترلاسه کولو لپاره به مبارزه روانه ساتي.

کاکړ زیاته کړې چې پښتانه د خپلې ابادۍ په تناسب په حکومتي ادارو، کابینې، پارلمان، دولتي دندو او پرمختیايي بودیجو کې مناسبه ونډه نه‌لري.

د هغه په وینا؛ د پښتنو سیمې د اوږدې مودې راهیسې له بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او د بنسټیزو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.

خوشحال خان کاکړ په خپله وینا کې د امنیتي پوستو، نیونو، پوځي عملیاتو او د خلکو د تګ‌راتګ پر محدودیتونو هم نیوکه وکړه.

هغه ادعا وکړه چې په پښتني سیمو کې د امنیتي تدابیرو له امله د خلکو ورځنی ژوند، سوداګري او اقتصادي فعالیتونه اغېزمن شوي دي.

نوموړي همداراز د بشري حقونو، عدالت او برابرۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د پښتنو د سیاسي استازیتوب، اقتصادي پرمختګ او ټولنیزو حقونو لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

هغه د بېلابېلو ولسي او سیاسي خوځښتونو د غوښتنو ملاتړ هم څرګند کړ او له حکومته یې وغوښتل چې د خلکو قانوني او بنسټیزو غوښتنو ته ځواب ووایي، د بشري حقونو درناوی وکړي او د ولسونو ترمنځ د برابرۍ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د یادونې وړ ده، چې عثمان کاکړ د بلوچستان د ملتپال سیاست یو له مخکښو څېرو و چې د ۲۰۲۱کال په جون میاشت کې ووژل شو.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply