د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت شارژدافېتر ته د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پولیسوپر یوې پوستې د برید په اړه خپل اعتراضلیک سپارلی او دوی ادعا کړې چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی و.
یاد وزارت ویلي، د پلټنو، شواهدو او تخنیکي استخباراتي معلوماتو له مخې دا برید د هغو وسلهوالو لخوا پلان شوی چې د دوی په وینا،په افغانستان کې مېشت دي.
پاکستان د طالبانو شارژدافېر ته ویلي، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو حضور او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد د بریدونو دوام د جدي اندېښنې وړ دی او اسلامآباد خپل حق ګڼي چې د دې برید د عاملانو پر ضد غوڅ ګام واخلي.
نوموړي وزارت ویلي، د ملګرو ملتونو د څار ډلې او نورو نړیوالو ادارو راپورونه هم تاییدوي چې په افغانستان کې بېلابېلې ترهګرې ډلې موجودې دي او هلته د فعالیت نسبي ازادي لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، اسلامآباد یوځل بیا له افغان طالبانو غوښتي څو د وسلهوالو ډلو پر ضد عملي، واضح او د تایید وړ اقدامات وکړي.
پاکستان دغه راز په خپله اعلامیه کې ویلي، له څو پړاوونو خبرو او د دوستو هېوادونو په منځګړیتوب له هڅو سره سره، افغان طالبانو تر اوسه د دې ډلو پر ضد عملی اقدام نه دی کړی.
پاکستان په پای کې خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي او د دوی په وینا، ترهګرې ډلې په افغان خاوره کې پناه ولري، نو اسلامآباد به د خپل ملي امنیت او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره لازم او قاطع اقدامات وکړي.
خو د طالب وسلهوالو ویاند، ذبیحالله مجاهد د پاکستاني پوځ د مشر، عاصم منیر او نورو چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغان خاوره د هېڅ هېواد پرضد نه کارول کېږي.
نوموړي له پاکستان غوښتي څو په خپله خاوره کې دې د وسلهوالو عملیاتو او تحرکاتو مخنیوی وکړي.
مجاهد په خپور کړي غږیږ پیغام کې د پاکستان پوځ مشر د تېرې ورځې څرګندونې رد کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.
هغه وویل: “اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد وکارول شي او دا د امارت د ستراتېژۍ یوه برخه ده.”