عاصم منیر: طالبان دې د “ټي ټي پي” او “بي ایل اې” ملاتړ ودروي

2 Min Read

د پاکستان د پوځ لوی درستیز ، عاصم منیر وايي، د طالبانو حکومت څخه د پاکستان یوازېنۍ غوښتنه دا ده چې د تحریک طالبان پاکستان یا “ټي ټي پي” او د بلوچستان د ازادۍ پوځ “بي ایل اې” ملاتړ ودروي.

د هغه په خبره، طالبان باید په افغانستان کې د هغو وسله‌والو ډلو پټنځایونه په بشپړ ډول له منځه یوسي چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

منیر ادعا وکړه چې د هند حکومت د پاکستان د کمزوري کولو لپاره دولتي ترهګرۍ ته مخه کړې او دا فعالیتونه نه یوازې د هند، بلکې د افغانستان له خاورې هم ترسره کېږي.

اخوا، د طالبانو حکومت تر دې وړاندې په افغانستان کې د ټي ټي پي او د بلوچستان د ازادۍ پوځ د پټنځایونو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

بل پلو د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري وایي، افغانستان باید خپله خاوره د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارولو ته پرې نه ږدي.

د پاکستان ولسمشر داراز ویل: “د بهرنیو په ملاتړ د فعالې ترهګرۍ بشپړ له منځه وړل د سیمې د سولې لپاره حتمي دي.”

د طالبانو حکومت تراوسه د زرداري د یادو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په وار وار دا ویلي، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

دغه راز د آصف علي زرداري زوی، د پاکستان د خلکو ګوند مشر او د دې هېواد د بهرنيو چارو پخوانی وزیر٬ بلاول بوټو زرداري هم ویلي، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ريښه افغانستان کې شته سازمانونو ته رسېږي او په وینا یې دغه سازمانونه د هند ملاتړ له ځانه سره لري.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې په ځلونو ویلي، د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply