د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر، همېش فالکونر، اسلاماباد ته د خپل سفر پر مهال وویل چې پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې حق لري چې د افغانستان له خاورې څخه راولاړو شوو ګواښونو پر وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي.
هغه همدارنګه خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې ناامني یوازې د دغه هېواد تر پولو محدوده نه پاتې کېږي، بلکې سیمهییزې پایلې هم لري.
فالکونر، چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت کې د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان د چارو مسوول دی، دا څرګندونې اسلاماباد ته د خپل سفر پر مهال له ډان ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.
فالکونر د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي کړکېچونو ته په اشارې وویل چې هر هېواد، که له پولې هاخوا ګواښونو سره مخ شي، د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې حق لري چې د خپلو وګړو ساتنه وکړي.
پاکستاني چارواکو څو ځله افغان طالبان تورن کړي چې د اسلاماباد مخالفو وسلهوالو ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورکوي. طالبانو دغه تورونه رد کړي دي.
هغه د پاکستان د وروستیو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، د سیمې امنیتي وضعیت ژور اندېښمنوونکی وباله.
نوموړي وویل: “هېڅوک نه غواړي چې د ملکي وګړو مرګژوبله وویني؛ که په پاکستان کې وي او که په افغانستان کې.”
فالکونر زیاته کړه چې د پاکستان امنیتي ستونزې یوازې کورنۍ مسئله نه ده، بلکې پراخې سیمهییزې اغېزې لري او په وینا یې له افغانستان څخه راولاړېدونکي امنیتي ګواښونه کولای شي ګاونډیو هېوادونو او حتی له سیمې بهر هېوادونو ته هم زیان ورسوي.
دغه برتانوي چارواکي همدارنګه د کړکېچونو د لا زیاتېدو د مخنیوي او د طالبانو د ادارې او اسلاماباد ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخولو پر اړتیا ټینګار وکړ.