ملایعقوب: ځینې هېوادونه افغانستان د ناورین په لور بیايي

2 Min Read

په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو دفاع وزیر، ملا محمد یعقوب مجاهد د مسکو په یوې امنیتي غونډه کې خبرداری ورکړی چې ځینې هېوادونه هڅه کوي افغانستان د ناورین په لور بوځي.

مجاهد د کوم هېواد نوم اخیستلو پرته ویلي، هغه چې ناسمه محاسبه یې کړې ده، هیڅکله به خپلو موخو ته ونه رسېږي.

هغه وویل، تاریخي تجربې ثابته کړې چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې هر ډول ظالمانه او مغرورانه اقدام په پای کې د یرغلګرو په ماتې تمام شوی دی.

مجاهد دا ادعا هم وکړه چې داعش په بشپړه توګه له‌منځه تللی او نور په افغانستان کې د یادې ډلې له لوري هېڅ ګواښ نه‌شته.

یاده ادعا داسې مهال مطرح کېږي چې د نړۍوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو وروستي راپورونه ښيي چې داعش لاهم په سیمه کې د ځواکونو جلب‌ و جذب او د خپل حضور پیاوړتیا ته دوام ورکوي.

ملا بعقوب پرته له دې چې مستقیم د پاکستان نوم واخلي، پر ډیورنډ کرښه وروستیو نښتو او سیاسي ترینګلتیاوو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ځینې لوري هڅه کوي د افغانستان وضعیت ګډوډ او ناارامه کړي.

هغه وویل، دغه لوري خپلې کورنۍ ستونزې او ننګونې پر افغانستان ور اچوي.

د مجاهد په  وینا، د طالبانو اداره د افغانستان په کورنیو چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه مني وویل، دوی ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.

اسلام‌اباد په ځلونو طالبان د پاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅ بېلتون‌پاله ډلو پر ملاتړ او پناه ورکولو تورن کړي دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply