خالد حنفي: افغان ځوانان له دین څخه خبر نه ‌دي

2 Min Read

د وسله‌والو طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر وايي، افغان ځوانان له دین څخه خبر نه‌دي.

خالد حنفي وویل، هر کله چې د حجاب په تړاو اقدامات کېږي نو دغه افغان ځوانان بیا اسلام پسې خبرې شروع کړي.

د هغه په خبره: “حجاب خو فرض عین دی. حجاب د بالغو نجونو فرض دی. یوه نجلۍ چې بلوغ ته ورسېږي، نو باید له سر څخه تر پایه پورې پټه وي.”

د وسله‌والو طالبانو دغه وزیر زیاتوي: “کله چې امربالمعروف وزارت خویندو ته د حجاب وعظ کوي او سپارښتنې کوي، نو دا د دوی لپاره فایده ده.”

خالد حنفي دغه راز وویل، کله چې طالبان د حجاب پر ضد اقدامات کوي، نو نړیوال څه کار لري چې په دین کې مداخله کوي؟

د حنفي یادې څرګندونې داسې مهال کړي چې په دې وروستیو کې دغې ډلې په هرات کې یوشمېر ښځې د بې‌حجابۍ په تور نیولې وې او دغه اقدام د هرات د اوسېدونکو سخته غوسه راپارولې وه.

افغان فعالانو او د هرات اوسېدونکو ویلي، د یاد ولایت ښځې باحجابه دي او طالبان د خپل افراطي دریځ له مخې ورسره ناوړه چلند کوي.

د هرات ولایت له ښځو سره د طالبانو د دغه چلند پر وړاندې له هېواده بهر لا هم اعتراضي لاریونونه دوام لري.

ګڼو سیاستوالو، مدني فعالانو او په کور دننه افغانانو د وسله‌والو طالبانو دغه کړنه غندلې ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply