طالب ملا افغانانو ته: د حاجتونو پوره کېدو لپاره زېړې چپلکې بوټان په پښو کړﺉ

3 Min Read

د کابل لپاره د طالبانو د علماوو شورا مشر، ملا دین محمد په یوه تازه خپره شوې ویډیو کې ادعا کړې چې د انسانانو د حاجتونو او غوښتنو د پوره کېدو لپاره د زېړ رنګه چپلکو یا بوټانو اغوستل ګټور دي.

نوموړي د خپلې دې ادعا د توجیه لپاره د قرآن کریم د بقرې سورت یوه آیت ته اشاره کړې او داسې یې څرګنده کړې چې ګواکې د زېړ رنګ او د انسانانو د غوښتنو د پوره کېدو ترمنځ دیني اړیکه شته.

خو د بقرې سورت په ۶۹م آیت کې د حضرت موسی علیه السلام د هغې غوا د رنګ یادونه شوې چې بني اسرائیلو ته یې د ذبح کولو امر شوی و.

په دغه آیت کې د غوا د روښانه ژېړ رنګ یادونه شوې، خو د بوټانو یا چپلکو پښوکولو او د حاجتونو د پوره کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل لپاره د طالبانو د علماوو شورا د مشر دین محمد څرګندونې د بحث او غبرګونونو لامل کېږي.

نوموړي د روان ۲۰۲۶م کال د مې میاشتې په وروستیو کې په یوه وینا کې د نجونو او ښځو عصري زده کړې حرامې بللې وې او ساینس او ټکنالوژي یې بې‌ګټې علوم ګڼلي وو.

هغه ویلي وو چې ښځې او نجونې د ساینس او ټکنالوجۍ زده کړې ته اړتیا نه لري او باید یوازې هغه دیني مسایل زده کړي چې د ده په وینا، د ښځو لپاره اړین دي؛ لکه د حیض او نفاس احکام، د مېړه او اولادونو حقوق او د کور چارې.

د نوموړي دغو څرګندونو هم د ښځو د زده کړو د حقونو د ملاتړ کوونکو او د دیني مسایلو د څارونکو له لوري پراخ بحثونه راپارولي وو.

تر دې وړاندې، د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ کې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده د فرمان له مخې د کابل د علماوو شورا جوړه شوه او خلیفه دین محمد یې د مشر په توګه وټاکل شو. د طالبانو د اعلامیې له مخې، د دې شورا دنده د کابل له سیمه‌ییزو چارواکو سره د شرعي مسایلو په اړه مشورې شریکول دي.

د نوموړي په ځینو پخوانیو سیاسي او دیني غونډو کې هم داسې څرګندونې ثبت شوې دي چې د دیني عالمانو د خپلواک دریځ او د دیني مسایلو د بیانولو د څرنګوالي په اړه یې پوښتنې راپورته کړې دي.

نوموړي په یوه غونډه کې له ګډونوالو غوښتي وو چې د طالبانو له مشرانو سره وفادار پاتې شي او ویلي یې وو، که څوک د دوی پر ضد بغاوت وکړي، دوی به ورسره د مقابلې لپاره چمتو وي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ