د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت رييس، رحمتالله نبیل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته په غبرګون کې چې په افغانستان کې طالبانو له ۲۱ ښځو او نجونو سره تاوتریخوالی او آن پرې جنسي تېری یې کړی ویلي، دا راپور د طالبانو دیني او انساني مشروعیت لا نور هم تر جدي پوښتنې لاندې راولي.
نبیل په خپله اېکس پاڼه وویل: که د ملګرو ملتونو دغه راپورونه رښتیا وي چې په افغانستان کې پر زندانی ښځو جنسي تېری شوی، نو دا نور نه یوه عادي پېښه ده او نه هم د څو کسانو شخصي تېروتنه؛ بلکې داسې تورونه دي چې د افغانستان د اوسنیو واکمنانو اخلاقي، ديني او انساني مشروعیت لا نور هم تر جدي پوښتنې لاندې راولي.”
هغه دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو د غړو او چارواکو له لوري د ۲۱ ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تېري پېښې ثبت او تایید شوې دي.
یاد بنسټ ویلي، په دغو پېښو کې جنسي تېری، ډلهییز جنسي تېری، جبري ودونه او په جبري توګه د ښځو بربنډول شامل دي او دغه پېښې د ۲۰۲۵ کال پرمهال د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې ترسره شوې دي.
رحمتالله نبیل زیاته کړې: “نن د طالبانو د مشرانو په وړاندې یوه اساسي پوښتنه ولاړه ده: که دا راپورونه دروغ وي، نو ولې له خپلواکو، شفافو او بې پرې څېړنو وېرېږئ؟ ولې زندانونه او توقیف ځایونه د نړیوالو حقیقت موندونکو پلاوو پر مخ تړلي دي؟”
نوموړی زیاتوي، علما چې هره ورځ پر منبرونو د حلال او حرام، زکات او سوقات، مسواک او ږیرې په اړه خبرې کوي، خو د داسې درنو تورونو په وړاندې چوپ پاتې دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه د ملګرو ملتونو د یاد شوي راپور په اړه څهنه دي ویلي.