د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف د سنډيټایمز په نوم له یوې برتانوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې په افغانستان کې د ترهګرو پر پټنځایونو عملیات د پاکستان مجبوري وبلله.
هغه وویل: “موږ کابل ته څو ځله د سولې پیغامونه استولي، ځکه موږ باید تل د ګاونډیانو په توګه ژوند وکړو. زموږ له افغانستان سره تر دوه زره کیلومترو زیاته ګډه پوله ده، که سوله وي، دواړه هېوادونه به سوکاله وي.”
د شریف په خبره، د پاکستان یوازېنۍ غوښتنه دا وه چې طالبان ډاډ ورکړي څو ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکول کېږي چې خپله خاوره وکاروي.
هغه زیاته کړه: “موږ څنګه کولای شو له هغو کسانو سره عادي چلند وکړو، په داسې حال کې چې زموږ بې ګناه خلک وژل کېږي؟ د ترهګرۍ داغ د پاکستان له مخه لرې کول زموږ نه ماتېدونکی عزم دی. دا جګړه موږ یوازې د پاکستان لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره کوو.”
پاکستان وايي، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي وسلهوالو ته روزنځایونه او مرکزونه ورکړي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي، خو طالبان بیا دغه ادعا نه مني.
بل خوا، یوشمېر پخوانیو افغان پوځي جنرالانو ویلي، په افغانستان کې دا مهال ګڼې ترهګریزې ډلې فعالیت کوي چې دا په خپله افغانستان او د سیمې هېوادونو په زیان هم دي.