د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي په خپل اختریز پیغام کې یوځل بیا د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنځیو د دروازو پرانیستلو غوښتنه وکړه.
کرزی وایي، افغانستان ابادۍ او پرمختګ ته اړتیا لري؛ خو پرمختللي او هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره باید “متحد او لوستی ملت واوسو”.
هغه پر فېسبوک پاڼه لیکلي: “زموږ هېواد ابادۍ او ترقۍ ته ضرورت لري؛ خو ترقي او هوسا ژوند ته هغه وخت رسېدلی شو، چې متحد او تعلیم یافته ملت واوسو او په علم، فن او پوهې سمبال ځوانه پیاوړې بشري قوا ولرو. دې هدف ته د رسېدو لپاره یو وار بیا دا هیله څرګندوم، چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او مېرمنو او روزلو کدرونو ته د کار او چارو کې د شمولیت زمینه برابره شي”.
حامد کرزي تر دې وړاندې هم په وار وار له طالبانو غوښتي چې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې پرانېزي.
له دې مخکې یونېسف په خپل راپور کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.