د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې او د پوهاند محمد اسمعیل یون مېرمن، ارین یون د هرات وروستي لاریونونه تمثیلي ټوټې وبللې.
هغې په خپل فېسبوکپاڼه لیکلي: ټولې افغانې مېرمنې د اسلامي امارت څخه د خپلو حقه حقونو غوښتتونکي دي او دا لړۍ به روانه وي، مګر کومه تمثیلي ټوټه چې په هرات کې د لنډغرو او شیطان انټرنشنل په ملاتړ تر سره شوه دا صرف د امنیت شورا د غونډې په خاطر وه چې د دا ډول تمثیلي ټوټو لوبغاړي او طرح کوونکي د افغانو ښځو استازیتوب نهشي کولی بلکې موږ ته د ناهید شهیدې خور یاد تازه کوي”.
په هرات کې له څو ورځو راهیسې د طالبانو لخوا د جامو د طرز یا حجاب په پلمه د ښځو پر نیول کېدو او د هغوی د خوشې کېدو لپاره لاریونونه دوام لري چې ویل کېږي، مرګژوبله هم لري.
په هرات کې د طالبانو له لوري د لاریون کوونکو ځپل په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه پارولي.
د افغانستان پخوانیو یوشمېر سیاستوالو، نړیوالو سیاسي څېرو، هېوادونو، مدني ټولنو او بشري حقونو فعالانو په هرات کې د طالبانو لخوا د ښځو نیول او د لاریونونو ځپل غندلي او له بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې د ښځو له حقونو د سرغړونې او د لاریونونو ځپلو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او پر وړاندې یې اغېزمن ګامونه پورته کړي.