د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د افغانستان او ایران پر وړاندې د پاکستان پر ځینو سیاستونو نیوکه کړې او هغه یې ناسم بللي او یوځل بیا یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی.
هغه وویل، د طالبانو او پاکستان ترمنځ شته اختلافات او شخړې باید د خبرو اترو له لارې حل شي؛ نه د زور او فشار له لارې.
مولانا فضلالرحمان وړاندې هم ويلي وو، افغانستان ثبات ته او پاکستان يو باثباته ګاونډي ته اړتيا لري او ده د امریکا او ايران ترمنځ د پخلاينې په ترڅ کې د افغانستان سره هم د سولې د خبرو غوښتنه کړې وه.
مولانا ویلي وو: “که موږ د امریکا او د ایران ترمنځ پخلاینه د دې لپاره غواړو، چې په سیمه کې جګړه نه غواړو او د سیمې خلکو ته سوله ورکول غواړو؛ نو د دې اړتیا له افغانستان سره ولې نهشته؟”
یاد پاکستاني مذهبي سیاستوال په خپلو خبرو کې د پاکستان وروستیو ټاکنو پرمهال د لاسوهنو او نفوذ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د تاوتریخوالي له لارې د هر ډول سیاسي یا فکري نظریې تپل ناسم کار دی او دغه ډول تګلارې تل ناکامې ثابتې شوې دي.
مولانا فضلالرحمان ادعا کړې، په پاکستان کې د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د ځینو کړیو د لاسوهنو له امله ولسواکي زیانمنه شوې او په وینا یې د وروستیو ټاکنو پرمهال د هغه د ګوند په رایو کې هم لاسوهنه شوې ده.
د پاکستان د اقتصادي وضعیت په اړه نوموړي د حکومت پر مالي پالیسیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د هېواد پر مالي پرېکړو د بهرنیو بنسټونو اغېز زیات شوی.
د مولانا فضلالرحمان په خبره، پر عامو خلکو مالیاتي بار زیات شوی، خو د فساد او اداري کمزورۍ د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه نهدي پورته شوي.
هغه د لوړوپوړو چارواکو او با نفوذه کړیو پر مالي امتیازاتو هم نیوکه کړې او ویلي دي، په داسې حال کې چې ځینې ځانګړې ډلې له پراخو امتیازاتو برخمنې دي، عام خلک له بېروزګارۍ، فقر او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.