ځینې طالبان د احمد شرع د مشرتابه آرمان کوي

2 Min Read

په کابل کې د وسله‌والو طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د سوریې د ولسمشر احمد شرع د یوې ټولنیزې رسنۍ پوسټ لاندې پیغام خپور کړی او د هغه ستاینه یې کړې ده.

ځدراڼ، احمد شرع ته په خطاب کې لیکلي: “موږ باور لرو چې سوریه به ستاسو تر مشرۍ لاندې د سولې، ثبات او ورورولۍ نوې مرحله تجربه کړي، او دا کال به د سوریې د خلکو لپاره د خیر او پرمختګ پیل وي.”

د احمد شرع دغه پوسټ په اېکس ټولنیزه شبکه کې د نوي هجري قمري کال د پیل په مناسبت خپور شوی و چې په‌کې یې د سوریې خلکو ته مبارکي ویلې او د امنیت، ثبات او هوساینې هیله یې څرګنده کړې وه.

د کابل د طالبانو د پولیسو د ویاند دغه پیغام د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو راهیسې د سوریې سیاسي بدلونونه په دقت څارلي دي.

احمد شرع له دې وروسته چې په سوریه کې واک ته ورسېد، په چټکۍ سره یې خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې.

هغه د واکمنۍ یوازې دوه میاشتې وروسته سعودي عربستان ته سفر وکړ او تر یوه کال کم وخت کې یې ترکیې، قطر، متحده عربي اماراتو، کویټ، مصر، فرانسې، اذربایجان، اردن او امریکا ته سفرونه وکړل.

په دغو سفرونو او ویناوو کې د هغه منظم او لوېدیځ ته ورته ظاهري بڼه د سوریې د مشرتابه یوه نوې څېره وړاندې کړې ده.

محمد جلال، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ته نږدې څېره بلل کېږي، له عراقه د احمد شرع د زنداني کېدو څخه تر ولسمشرۍ پورې د هغه لاره بې‌سارې بللې وه.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply