د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې یا سيآیاې پخوانۍ مامورې، سارا اډمز ادعا کړې چې په افغانستان کې د بهرنیو عملیاتو لپاره ځانګړي ځانمرګي روزنیز کمپونه فعال او له دغو کمپونو څخه روزل شوي تر سلو ډېر ځانمرګي بریدګر د مکسیکو د سینالوا کارټل په مرسته د امریکا له سویلي پولې دغه هېواد ته داخل شوي.
هغې پر خپل ایکسپاڼه ویلي، په افغانستان کې داسې د ځانمرګو بریدګرو روزنیز کمپونه موجود دي چې یوازې د بهرنیو عملیاتو لپاره کارول کېږي.
سارا اډمز وايي: “په افغانستان کې د ځانمرګو بریدګرو کمپونه شته چې یوازې د بهرنیو عملیاتو لپاره دي، یعنې هلته روزنه ورکول کېږي او بیا دا کسان بهر ته لېږل کېږي.”
نوموړې ادعا کړې چې له دغو کمپونو څخه روزل شوي تر سلو ډېر ځانمرګي بریدګر د مکسیکو د سینالوا کارټل په مرسته په ناقانونه توګه د امریکا له سویلي پولې دغه هېواد ته داخل شوي دي.
هغې خبرداری ورکړی چې ځانمرګي بریدګر یوازې د چاودنې لپاره روزل کېږي او زیاته کړې یې ده چې امریکایي حکومت باید د هغوی د موندلو لپاره جدي اقدام وکړي.
سارا اډمز ویلي: “دا نور یوازې د بهرنیو هېوادونو ستونزه نه ده. موږ هلته د هغوی پر ضد عملیات ودرول، نو هغوی دلته راغلل.”
یادي پخوانۍ مامورې همداراز ادعا کړې چې د امریکا حکومت په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې آن د ځانمرګو یو روزنیز کمپ هم نه دی په نښه کړی.
سارا اډمز د هغو کسانو د شمېر په اړه اندېښنه ښودلې چې د دې مودې پر مهال روزل شوي دي.
لاتر اوسه د امریکا حکومت او طالبانو د سارا اډمز د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او نوموړې هم د خپلو ادعاوو لپاره کره اسناد نه دي خپاره کړي.