د وسلهوالو طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر وايي، نړیواله ټولنه حق نهلري د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
خالد حنفي وویل، د ټولنې معنوي اصلاح د محتسبانو او د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ګډ مسوولیت دی.
هغه یوه غونډه کې خپلو کارکوونکو ته ویلي، هغه اختلافات چې د ده په وینا د دین د دښمنانو لخوا د افغانانو ترمنځ رامنځته شوي وو، د طالبانو د ادارې په واک ته رسېدو سره له منځه تللي دي.
یاد وسلهوال طالب ادعا وکړه چې د اسلام بدغوښتونکي د دې ډلې د یووالي او انسجام پر وړاندې ماتې خوړلې ده.
هغه خپلو محتسبو وسلهوالو ته په خطاب کې زیاته کړه: “په ټولنه کې د دیني ارزښتونو خپرول ستاسو دیني او رسمي مسئولیت دی او باید په بشپړ احساس د مسئولیت او ژمنتیا سره په دې لاره کې ګام پورته کړئ.”
خالد حنفي خپلو کارکوونکو ته ویلي، دعوتي فعالیتونو په ترسره کولو کې صبر او زغم خپل کړي او ټینګار یې وکړ چې محتسب باید تر هر څه وړاندې د اسلامي احکامو او دین په اړه بشپړه پوهه ولري.
نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې څو ځله د طالبانو پر سیاستونو نیوکې کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د افغانستان نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي، بشري حقونو ته درناوی وکړي او پر ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.
دغه نیوکې په وروستیو کې په هرات ولایت کې د ښځو د پراخو نیونو او د طالبانو لخوا د خلکو د اعتراضونو د ځپلو له امله زیاتې شوې دي.
خو خالد حنفي په دې مراسمو کې په هرات کې د ښځو د نیولو او د دغه ولایت د لکو د اعتراضونو د تاوتریخوالي په اړه څه ونه ویل.
د طالبانو د امر بالمعروف قانون محتسبانو ته پراخ صلاحیتونه ورکړي دي.
د امر بالمعروف محتسبان په ټول افغانستان کې د خلکو پر چلند او کړنو څارنه کوي او د منتقدینو په وینا د عقایدو تفتیش هم ترسره کوي.