په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازی وايي، د طالبانو د مشر، هبتالله اخندزاده احکام او فرمانونه باید د دې هېواد او افغانانو د لیدلوري په هیڅ ونه بلل شي.
نصیراحمد اندیشه د بشري حقونو د شورا په ۶۲مه کلنۍ ناسته کې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک د دغو یو اړخیزو پرېکړو ملاتړي نه دي.
هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د بشري حقونو عالي کمېشنر په خپل کلني پرانیستونکي راپور کې وویل چې افغانستان د ماشومانو ودونه رسمي کړي دي.
اندېشه په غبرګون کې روښانه کړه چې د طالبانو د مشر فرمانونه د افغانستان د رسمي قوانینو او د خلکو د غوښتنو استازیتوب نه کوي.
د افغانستان دایمي استازي زیاته کړه، د افغانستان خلک نه یوازې د دغو تګلارو او فرمانونو قرباني دي، بلکې په مېړانه یې پر وړاندې مقاومت او اعتراض کوي.
نصیراحمد اندېشه په هرات ولایت کې وروستي اعتراضونه د طالبانو د سختدریځو سیاستونو او فرمانونو پر وړاندې د ولسي مقاومت ښکاره او تازه بېلګه وبلله.
نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې د افغانستان دایمي استازولي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له نظام، د بشري حقونو له عالي کمېشنرۍ او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي (یوناما) سره دوامداره او رغنده همکارۍ ته ژمنه ده.
د هغه په خبره، دوی به د ټولو افغانانو د حقونو، کرامت او هوساینې د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.