په ملګرو ملتونو کې د تېر جمهوري نظام راهیسې د افغانستان استازي، د وسلهوالو طالبانو د رژیم د هغه فرمان په غبرګون کې چې په دولتي ادارو کې یې د ځیرک ټیلیفونونو کارول منع کړي، ویلي چې هېڅ حکومت د سانسور، ځپنې او د حقیقت د پټولو له لارې دوام نه دی کړی.
نصیراحمد فایق د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې ولیکل چې په داسې حال کې چې نړۍ د علم، ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا(AI) په وسیله د خلکو ژوند ښه کوي او د پرمختګ او هوساینې لپاره نوې فرصتونه رامنځته کوي، طالبان د افغانستان خلک له تر ټولو بنسټیزو مخابراتي وسایلو او معلوماتو ته له لاسرسي څخه محروموي.
فایق زیاته کړه چې د افغانستان نیمایي ټولنه د زدهکړو، لوړو زدهکړو او کار له حق څخه بې برخې شوې او په ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو کې د عصري علومو او مهارتونو زدهکړه محدوده یا منع شوې ده.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست ټینګار وکړ چې بنسټیز بشري او اسلامي ازادۍ په پراخه کچه تر پښو لاندې کېږي او په قصدي ډول د یوه ملت د پوهې، پوهاوي، ټکنالوژۍ او پرمختګ له بهیر څخه محرومول د هېڅ دلیل او پلمې له مخې د توجیه وړ نه دي.
نصیراحمد فایق وویل چې د ښوونیزو او معلوماتي محدودیتونو له لارې خلک فقر، ناپوهۍ او انزوا ته محکومول نه یوازې د هېواد د پرمختګ مخه نیسي، بلکې د راتلونکو نسلونو راتلونکی هم له خطر سره مخ کوي.
د وسلهوالو طالبانو مشر، هبتالله اخندزاده د طالبانو د غړو او دولتي کارکوونکو لپاره د ځیرک مبایلونو کارول منع کړي دي.
د ترلاسه شویو اسنادو له مخې، دا فرمان د طالبانو د فرمانونو او احکامو د څار او تعقیب ادارې له لوري اړوندو بنسټونو ته لېږل شوی او خبرداری ورکړل شوی چې سرغړوونکي ښايي پوځي محکمو ته معرفي شي.
په وروستیو ورځو کې داسې انځورونه هم خپاره شوي چې پهکې د طالبانو ځواکونه ځیرک مبایلونه له منځه وړي.