آصف دُرانی: کېدای شي طالبانو په‌خپله امېد روغتون سوځولی وي

افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي آصف دُراني په تېره روژه او په ټوله کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله رد کړه او ويې ويل چې په کابل کې د بريد هدف فونيکس کمپ و، نه د امېد روغتون.

هغه وویل، که روغتون هوايي بريد کې په نښه شوی وي، نو ولې يې ودانۍ نه ده نړېدلې او د پراخې ورانۍ نښې نه تر سترګو کېږي؟

نوموړي ادعا وکړه چې ودانۍ نه ده نړیدلې، بلکې اور يې اخيستی و.

دُراني د ځينو افغانانو له قوله دا ادعا هم وکړه چې کېدای شي د روغتون اورلګېدنه خپله د طالبانو کار وي، څو په وينا يې روږدي کسان له منځه يوسي، خو زياته يې کړه چې د دې پېښې بشپړ اړخونه خپلواکې څېړنې ته اړتيا لري.

دغه پاکستاني چارواکي دا پوښتنه هم وکړه چې: “د وسلو زېرمتون ته څېرمه د روغتون شتون څنګه توجيه کېدای شي؟”

پاکستان تراوسه د دې پېښې په اړه رسمي څېړنه نه ده کړې او نه يې هم کومو خپلواکو او بې‌طرفه ادارو ته بلنه ورکړې چې د پېښې علت وڅېړي.

اخوا طالبانو پاکستان تورن کړی چې په قصدي ډول يې د امېد روغتون په نښه کړی، خو پاکستان دغه ادعا ردوي.

بل پلو، نړيوالو ادارو راپور ورکړی، د پاکستان په هوايي بريد کې چې د کابل امېد روغتون يې په نښه کړی و، له ۲۲۰ زيات کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

خو طالبان هم ادعا کوي چې په دغو بريدونو کې شاوخوا ۴۰۰ ملکي وګړي وژل شوي، خو دراني دغه شمېرې پراخ تبليغات وبلل او رد یې کړې.

د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د کړکېچونو په لړ کې، اسلام‌اباد څو ځله د افغانستان خاوره بمبار کړې او ويلي يې دي چې د ټي‌ټي‌پي پټنځايونه يې په نښه کړي دي.

پاکستان طالبان تورنوي چې دغې ډلې ته يې پناه ورکړې ده، خو طالبانو یې نه  مني.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *