د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي، شاپور حسنزوی په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې په کابل کې یې لوڼې تښتول شوي، او په وینا یې، د طالبانو امنیتي بنسټونو تراوسه د هغوی د موندلو لپاره جدي اقدام نه دی کړی.
هغه په دې ویډیو کې ویلي، که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، نو له خپلې کورنۍ سره به یوځای سړکونو ته د اعتراض لپاره ووځي.
حسنزوی همداراز په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ څخه غوښتي چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي او د هغه د لوڼو د موندلو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.
خو هغه د دې پېښې د وخت او څرنګوالي په اړه کوم جزییات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې حسنزوی مخکې هم د طالبانو له اړوندو بنسټونو سره ستونزې درلودې.
تېره اوونۍ، هغه په بله یوه ویډیو کې ادعا کړې وه چې نیول شوی و، او دا کار یې د طالبانو له لوري «دسیسه» بللې وه، خو په دې اړه یې روښانه وضاحت نه و ورکړی.
له بلې خوا، په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دې ادعا په غبرګون کې ویلي وو چې د حسنزوی نیول کېدل د هغه د مېرمنې د شکایت پر بنسټ ترسره شوي وو.