د پښتونخوا د ملي جمهوري غورځنګ مشرې او پښتنې فعالې په افغانستان او پر ځانګړې ډول په هرات کې د ښځو پر ضد د طالبانو د ځپنې عملیات وغندل او ویې ویل، د افغانستان مېرمنو سره اوږه په اوږه ولاړه ده.
بشرا ګوهر وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو لپاره په یوه سر خلاصي زندان بدل شوی دی.
هغې له یوې بهرنۍ رسنۍ سره مرکه کې د افغان مېرمنو سره د يووالي د څرګندونو ترڅنګ وويل، “په افغانستان کې د دوحې تړون وروسته د ترهګرې ټوپکمارې ډلې قبضه ده، هلته نه اساسي قانون شته، نه حکومت شته چې ولسي مشروعيت لري، د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان د ښځو لپاره په زندان بدل شوی دی”.
مېرمن ګوهر وويل: “د افغانستان ښځې زړورې دي چې د خپلو حقونو لپاره راپاڅېدلي او مبارزه یې پيل کړې ده پکار ده چې په دې ټوله سيمه کې سياسي مشران راپاڅي، د افغانستان مشران هم راپاڅي او د ښځو سره اوږه په اوږه ودريږي”.
بشرا ګوهر زیاتوي، پهکار ده چې د طالبانو پر ضد د انصاف نړيواله محکمه کې قضيه وشي.
هغې د دوحې تړون د “جنايت کار تړون” په نوم ياد کړ چې له مخې به یې ترهګر په افغانستان کې ابادېږي او د افغانستان پېژندګلو به له منځه ځي، دا د افغان ولس او ښځو پر ضد جګړه ده.
نوموړې پښتنې فعالې وويل، بايد په افغانستان کې يو مشروع حکومت جوړ شي، ښځو ته پهکې حقونه ورکړل شي، زدهکړې او ژوند د هر چا اساسي حق دی، څوک هم دا واک نه لري چې د خلکو څخه دا حق وتروړي.