د پاکستان د پارلمان غړی او د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر وايي، د اسلاماباد د ناسمو تګلارو له کبله یې له افغانستان سره د پښتونخوا د پښتنو سوداګري بنده کړې او په وینا یې چې دغه پښتانه له افغانستان سره د دوه نیم میلیارده ډالرو سوداګري کوي.
خوشحال خان کاکړ د پاکستان حکومت ته په خطاب کې وویل: “د پښتنو د صادراتو او وارداتو سوداګري خو د افغانستان سره ده چې ستاسو د پالیسو له کبله تړلې ده.”
کاکړ دغه راز نیوکه کوي چې د پښتنو په سیمو کې ترهګري ده او خلک یې له سخت ناورین سره مخ کړي او ده د پاکستان د دفاع د وزیر، خواجه اصف هغه څرګندونې وغندلې چې افغانستان یې خپل دوښمن ګڼلی دی.
هغه د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د پاکستان تابعیت ورکړي.
خوشحال خان کاکړ زیاته کړه: “د افغانستان سره د بلوچستان د پښتنو لارې بندې دي، زراعت نشته، لویې لارې یې وسلهوالو نیولي او پرې حاکم دي او هره برخه کې زیانمن دي.”
نوموړي دغه راز نیوکه کړې چې د پاکستان مرکزي حکومت پښتنو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او د خلکو د ژوند د بدلولو په پرخه کې یې هېڅ راز د پرمختګ او هوساینې کارونه نه دي کړي.
د پاکستان پارلمان د دغه پښتانه غړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سخت سیاسي او وسلهوال کړکېچ له کبله پر ډیورنډ کرښه ټولې سوداګري میاشتې له نږدې یوه کال راهیسې تړلې دي.
د دغه لارو د بندیز له کبله دواړه خوا سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.