د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، د اروپايي هېوادونو له لوري له طالبانو سره د کډوالۍ د هوکړو پر لور حرکت د اندېښنې وړ دی.
د دې بنسټ د افغانستان څانګې څېړونکې، فرشته عباسي وايي، افغانان لا هم له پراخې ځپنې او محدودیتونو سره مخ دي او د اروپايي هېوادونو له لوري له طالبانو سره د کډوالۍ د هوکړو پر لور حرکت د اندېښنې وړ دی.
هغې ویلي چې د طالبانو د پلاوي تر سفر مخکې یې په بروکسل کې له بېلابېلو چارواکو او بنسټونو سره د مدافعې او سلا مشورو غونډې پای ته رسولې دي.
نوموړې وویل: “دا ډېره خواشینوونکې ده چې اروپايي هېوادونه د کډوالۍ د هوکړو پر لور روان دي، په داسې حال کې چې افغانان لا هم له ځپنې او محدودیتونو سره مخ دي.”
عباسي ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د ګڼو وګړو لپاره خوندي هېواد نه دی او له همدې امله باید د افغان کډوالو جبري ستنول ترسره نه شي.
هغې له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د کډوالۍ او له طالبانو سره د تعامل په تړاو خپلو پرېکړو کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او د افغانانو امنیتي ګواښونه په جدي توګه په پام کې ونیسي.
یادې څرګندونې داسې مهال دي چې ټاکل شوې، د طالبانو یو پلاوی د کډوالۍ او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره له اروپايي چارواکو سره وګوري.
ورته مهال د بشري حقونو یو شمېر فعالان خبرداری ورکوي چې له طالبانو سره هر ډول هوکړه باید د افغانانو د حقونو او خوندیتوب له تضمین پرته ترسره نه شي.