اڅکزی: افغانان او پښتانه د خپلې خاورې په اړه حساس دي

2 Min Read

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر وايي، افغانان او پښتانه د تاریخ په اوږدو کې د خپلې خاورې، خپلواکۍ او ملي هویت د ساتنې لپاره ولاړ پاتې شوي او هېڅکله یې خپله ازادي بل چا ته نه‌ده سپارلې.

هغه ټینګار وکړ چې پښتانه او افغانان د خپلې خپلواکۍ او حاکمیت په اړه ډېر حساس دي او هر کله چې احساس کړي څوک یې پر ازادۍ او خاوره تېری کوي، مقاومت کوي.

نوموړي د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د بودیجې پر بحث د وینا پرمهال وویل، د انګرېزانو له راتګ مخکې پېښور د ژمي پرمهال د افغان سلطنت پلازمېنه وه او تاریخي اسناد ښيي چې دغه سیمه د افغان واکمنۍ برخه وه.

اڅکزي وویل، د نړۍ ګڼو تاریخ‌لیکونکو، سېلانیانو او څېړونکو د افغانانو او پښتنو د مېلمه پالنې ستاینه کړې او لیکلي یې دي چې په افغان ټولنه کې به مساپرو ته له پوښتنو پرته د استوګنې او خوراک اسانتیاوې برابرېدې.

هغه د خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو په اړه وویل، چې فاټا تر ۱۹۷۰کال پورې یوه ارامه سیمه وه او د وسله‌والو فعالیتونو ستونزې په‌کې نه لیدل کېدې.

 د نوموړي په وینا، د فاټا ادغام له پراخو مشورو پرته ترسره شو او له هغې وروسته امنیتي او سیاسي ستونزې زیاتې شوې دي.

اڅکزي وویل چې د چمن او تورخم لارې د دواړه غاړو د زرګونه کورنیو د عاید مهمه سرچینه ده او په وینا یې چې د دغه لارو بندېدل پر ډیورنډ کرښه د پرتو سیمو پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند منفي اغېزې کوي.

نوموړی وايي، له چمن نه تر خیبر پورې زرګونه کسان د سوداګرۍ له لارې روزي ګټي او حکومتونه باید د قانوني سوداګرۍ د محدودولو پرځای د هغې د پراختیا لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply