د پاکستان د خلکو ګوند مشر او د دې هېواد د بهرنيو چارو پخوانی وزیر٬ بلاول بوټو زرداري وايي، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ريښه افغانستان کې شته سازمانونو ته رسېږي او په وینا یې دغه سازمانونه د هند ملاتړ له ځانه سره لري.
بوټو وویل: “له بده مرغه، ډېری هغه ترهګریز بریدونه چې په پاکستان کې کېږي، په افغانستان کې له شته سازمانونو سره تړاو لري. هند له هغو سازمانونو ملاتړ کوي چې په پاکستان کې دننه د ترهګریزو فعالیتونو تر شا ولاړ دي.”
اخوا د پاکستان د مخالف سیاسي مشر او پښتون ملتپال، محمود خان اڅکزي ویلي، د پاکستان په اسلاماباد کې د یوې محکمې مخې ته له یوې چاودنې شاوخوا یو ساعت وروسته د یادې پېښې ريښه له افغانستان سره وتړل شوه.
د خان په وینا: “هغه برید چې د اسلاماباد د یوې محکمې مخکې وشوه، یو ساعت وروسته یې هغوی (پاکستاني چارواکو) وویل، چې ریښه یې افغانستان ته رسېږي. که تاسو (پاکستاني چارواکي) دومره پوهېږئ چې دا چاودنه په افغانستان کې طرحه شوې، نو بیا ولې وشوه؟”
د طالبانو حکومت او هند تل د پاکستان په امنیتي پېښو کې هر ډول لاس لرل رد کړي او په دغه هېواد کې یې امنیتي ننګونې د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه د پوځ د ناسمو پالیسیو پایله او د پوځیانو ناکامي بللې ده.
یاده دې وي چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ په قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین کې پرلپسې خبرو تر دې دمه څه پایله نهده ورکړې او دواړه لوري لا هم لاس په ماشه دي، پر افغانستان د پاکستان بریدونه لا هم روان دي او د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو بریدونو قربانيان عام افغانان دي.