د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د چارو د ادارې لوی رییس، فضل محمود فضلي په یوه مرکه کې د تېر نظام په پرځېدو او اماراتو څخه د اشرف غني د وتلو په اړه څرګندونې کړې دي.
فضلي وویل: “هغه څه چې زه تاییدولی شم هغه دا دي پخوانی ولسمشر څه باندې یوه میاشت کېږي چې له متحده عربي اماراتو څخه د تل لپاره وتلی دی. د اوسني ځای په اړه یې اوس لپاره په عامه رسنیو کې څه نهشم ویلی، ځکه لا هم تصمیم په دې دی چې څنګه د دایمي استوګنې لپاره یوځای وټاکل شي.”
هغه وايي، اشرف غني په اماراتو کې تر بندیزونو لاندې و او اوسني ځای کې بیا نسبي ازادي لري چې دی ورسر په منظم ډول اړیکه کې دی.
د فضلي په خبره: “زه په منظم ډول سره له پخواني ولسمشر سره په اړیکه کې یم. د متحده عربي امارتو د بندیزونو له کبله ولسمشر اړ شوی چې کوربه هېواد پرېږدي. ولسمشر اوسني ځای کې نسبي ازادي لري، بشپړ ازادي په اوسني نړیوال نظم کې امکان نه لري، لږترلږه دومره کولی شي خپل غږ د رسنیو له لارې افغانانو ته ورسوي.”
فضل محمود فضلي د جهموریت د پرځېدو یو لامل د بن له کنفرانس راوروسته د طالبانو حذفول بولي چې شل کاله وروسته یې ولس بیه پرې کړه او په وینا یې، بل لامل دا و چې امریکا پخواني چارواکي په جګړهییزې تګلارې باور درلود چې طالبان باید له منځه ولاړ شي، خو جنګسالاران پیاوړي شول او ثبات رانغی او ولایتونو کې واړه واړه قدرتونه رامنځته شول.
هغه زیاته کړه: “له ۲۰۱۳ کاله وروسته امریکا او نړۍ خپل لوری طالب وباله.
بل دا چې د نړیوالو موضوع هم وه چې توجه ونه شوه. د جمهوریت د وروستیو کې د سقوط مخنیوی نه کېده، ځکه ډېره ناوخته شوې وه، خو کېدای شوه چې د دولت د ټولو غړو ترمنځ اجماع رامنځته شي چې متاسفانه سیاسي اجماع رانغله او حکومت هم په کې پاتې راغی او د خلیلزاد له لوري ورته ژمنې ورکړل شوې له طالبانو سره بیعت وکړي او راتلونکې کې به د حکومت برخه وي نو ځکه جمهوریت وپاشل شو.”
فضلي ټینګار کوي چې تېر جمهوري نظام د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه پرځېدلی نه دی، بلکې له هغې یوه ورځ مخکې اشرف غني خپل واک د افغانستان سیاستوالو ته سپارلی و.
نوموړی وايي: “د ولسمشر غني له وتلو ۲۴ مخکې حکومت سقوط شوی و. غني د اګس په ۱۵مه له افغانستانه ووت، خو یوه ورځ مخکې یعنې د اګست په ۱۴مه اګست کې غني ټول واک په ارګ کې جوړه شوې غونډه کې ګډونوالو ته وسپاره او د غني رول یوازې سمبولیک پاتې شو او له دې تاریخ وروسته یې اجراییوي واک نه درلود.”
هغه په افغانستان کې د سیاسي بدلون لپاره د افغانانو ترمنځ پر انسجام ټینګار کوي او وايي، بهرنۍ لاسوهنې د تېرو پنځوسو کالو تجربه تکراروي.
د فضلي په خبره، طالبان د تېرې دورې په څېر دي او دی په کې د بدلون څرک نه ویني.