طالبانو د تېر نظام لوړپوړی جنرال، شعورګل پښتون د دوو ښځو د وژنې په تور نیولی

1 Min Read

په کابل کې د وسله‌والو طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، جنرال شعورګل پښتون یې د دوو ښځو د وژنې په تور نیولی دی.

هغه وايي، جنرال شعورګل د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې طالبانو نیولی دی.

ځدراڼ د غويي ۳۰مه د طالبانو تر واک لاندې رسنیو ته ویلي، د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل پښتون په خپل جرم اعتراف کړی او دوسیه یې اړوندو ارګانونو ته سپارل شوې ده.

هغه د پېښې د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه د جنرال پښتون کورنۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply