په اروپايي پارلمان کې له افغانستان سره د اړیکو د پلاوي مشرې، راکل ګارسیا هرمیدا وندروال بروکسل ته د طالب استازو د احتمالي بلنې په اړه سختې نیوکې کړي او د ښځو پر وړاندې یې د دې ډلې تګلاره یې جنسیتي اپارټایډ او د بشریت ضد جنایت بللی دی.
وندروال ټینګار وکړ چې د طالبانو غړي باید د اروپايي ټولنې له هر کلي سره مخ نهشي، بلکې ونیول شي او د جرمونو نړیوالې جزایي محکمې ته وسپارل شي.
هغې وویل، اروپايي ټولنه طالبانو ته هېڅ ډول مشروعیت نهورکوي او په اوسنیو شرایطو کې له دې ډلې سره د رسمي تعامل لپاره هېڅ زمینه نهشته او زیاتوي اروپايي ټولنه له هېوادونو سره د اړیکو او تعامل لپاره پنځه اساسي معیارونه لري، خو د هغې په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له دغو معیارونو څخه یو هم نه دی رعایت شوی.
وندروال همداراز د اروپايي ټولنې د ځینو غړو هېوادونو او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې باید د اروپايي ټولنې د رسمي سیاست او د ځینو دولتونو د خپلواکو تګلارو ترمنځ توپیر وشي.
یادې چارواکې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلاره د جنسیتي اپارټایډ څرګنده بېلګه وبلله او زیاته یې کړه چې هڅې روانې دي څو دغه مفهوم د بشریت ضد جنایت په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
هغې زیاته کړه، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه باید د طالبانو هر هغه غړی ونیسي، چې اروپايي خاورې ته داخلېږي او وروسته یې د جرمونو نړیوالې محکمې ته وسپاري.
وندروال د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو فشارونو او بندیزونو د لا زیاتېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د اوسني وضعیت د پای ته رسولو لپاره پر طالبانو لا ډېر فشار وارد کړي.