د پاکستان دفاع وزیر: له طالبانو سره به د هند په څېر چلند وکړو

3 Min Read

د خیبرپښتونخوا په بنو کې د شوي برید په غبرګون کې د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد آصف خبرداری ورکړی چې پاکستان د دې برید په ځواب کې پرېکنده عمليات کولی شي.

آصف وايي، پاکستان به یې له طالبانو سره د هند په څېر چلند وکړي.

خواجه اصف وویل، هند په سرپرستۍ کې دا نیابتي جګړه د طالبانو له لارې روانه ده.”

هغه وويل: “دومره ناشکری په بشري تاریخ کې کله چا نه ده کړې لکه څنګه چې طالبانو کړې ده.”

خو دغه چارواکي د دې ناشکرۍ په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

هغه زياته کړه: “موږ به د دې ترهګرۍ په پايله کې د توی شوې وينې د هر څاڅکي حساب واخلو، تر ترهګرو د بشپړ له منځه تللو به نه کېنو.”

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت شارژدافېر ته د بنو د برید په تړاو خپل اعتراض‌لیک سپارلی او پاکستان ادعا کړې چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پلټنو، شواهدو او تخنیکي استخباراتي معلوماتو له مخې دا برید د هغو وسله‌والو له خوا پلان شوی چې په افغانستان کې مېشت دي.

طالبانو تراوسه د آصف د څرګندونو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره ورځ ویلي، افغان خاوره د هېڅ هېواد پرضد نه کارول کېږي.

نوموړي له پاکستان غوښتي څو په خپله خاوره کې دې د وسله‌والو عملیاتو او تحرکاتو مخنیوی وکړي.

مجاهد په خپور کړي غږیږ پیغام کې د پاکستان پوځ مشر د وړمې ورځې څرګندونې رد کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

هغه وویل: “اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد وکارول شي او دا د امارت د ستراتېژۍ یوه برخه ده.”

د پاکستان د پوځ مشر ویلي، ترهګري د افغانستان له خاورې څخه راپورته کېږي او طالبان باید د ترهګرۍ مرکزونه له منځه یوسي.

پاکستان تور لګوي چې د کله نه طالبان په افغانستان واکمن شوي، پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده، خو طالبانو بيا د پاکستان دغه تور تل رد کړی او پاکستان کې روانه ناامني يې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply