هند له افغانستان سره د معافیت پروګرام د پیاوړتیا په موخه د ۲۰ ټنه واکسینونو مرسته وکړه

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان د ماشومانو د معافیت پروګرام د پیاوړتیا په موخه یې ۲۰ ټنه د بي‌سي‌جي، ټېټانوس او ډېفتریا واکسینونه او اړوند توکي کابل ته ولېږل.

دې وزارت د غبرګولي لومړۍ نېټه په اېکس کې لیکلي، کابل ته یې ۲۰ ټنه اړین طبي توکي او د واکسینونو مواد لېږلي دي څو په افغانستان کې د ماشومانو د معافیت ملي پروګرام پیاوړی کړي.

په دې کڅوړه کې د بي‌سي‌جي، ټېټانوس او ډېفتریا د واکسینونو د چمتو کولو لپاره ځانګړي وچ مواد شامل دي چې د هېواد د ماشومانو د روغتیا او د بدن د معافیت کچې د لوړولو لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

د هند چارواکو ویلي چې دا د طبي مرستو یوازې یوه برخه ده او په نږدې راتلونکي کې به د ورته مرستو نورې کڅوړې هم افغانستان ته ورسېږي.

د دې مرستو دوام د افغانستان د روغتیایي سکتور د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو مهم ګام بلل شوی دی.

یاد هېواد همدارنګه ټینګار کړی، د روغتیا په برخه کې د افغانستان له خلکو سره خپل ملاتړ ته بشپړ ژمن دی او په وینا یې د افغانستان له خلکو سره به د روغتیایي خدمتونو په ښه کولو او د ماشومانو د ژوند ژغورلو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply