هرات کې وسله‌والو طالبانو لاریون کوونکي ټپیان کړي

2 Min Read

د هرات په جبریل کې وسله‌والو طالبانو په لاریون کوونکو ډزې کړې چې له امله یې څو کسان ټپیان شوي دي.

تر دې دمه د ټپیانو د کره شمېر په اړه معلومات نه‌شته؛ خو هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ښیي، چې  وسله‌والو طالبانو پر خلکو مخامخ ډزې کړې دي.

په یوه ویډیو کې یو ځوان بل ځوان پر اوږه وړي چې په پښه ټپي شوی دی.

په یاد ولایت کې د سې‌‌شنبې ورځې لاریونونه د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو د لړۍ پرضد پیل شول.

د سیمه‌‌ییزو سرچینو په وینا، وسله‌الو طالبانو د اعتراض کوونکو د ځپلو او خورولو لپاره پر هغوی ډزې وکړې.

دغه لاریونونه وروسته له هغې پیل شول چې په وروستیو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو د امربامعروف محتسبانو لخوا د ښځو خپلسرو نیونو د خلکو پراخه غوسې راپارولې ده.

سرچینو په خبره، د طالبانو ځواکونو د لاریون کوونکو د پاشلو لپاره پر هغوی ډزې وکړې او له دې سره یې د لاریون کوونکو لاریون وځاپه.

طالبان د هرات روغتونونو ته د لاریون کوونکو او ټپیانو د نیولو لپاره ورځي او ویل کېږي یوشمېر لاریون کوونکي یې هم نیولي دي، خو د نیول شویو کسانو د شمېر په اړه لاتراوسه کره شمېره په لاس کې نه‌شته.

طالبانو د هرات جبریل سیمې ته د نورو ځواکونو په لېږلو سره امنیتي تدابیر سخت کړي او د ښار فضا په پوځي فضا بدله شوې ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply