ملګري ملتونه: هېوادونه دې د افغانانو جبري ایستنه ودروي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، فولکر تورک له هېوادونو غوښتي چې د افغانانو جبري ایستنه دې ودروي او په دې برخه کې د نړیوالو بشري حقونو اصولو ته درناوی وکړي.

تورک خبرداری ورکړی چې افغانستان ته جبري ستنېدونکي له جدي خطرونو سره مخ کېږي.

هغه زیاته کړې، افغان ښځې، ماشومان او نارینه لا هم له هغو هېوادونو اېستل کېږي چې هلته یې د خوندي ژوند لپاره پناه وړې وه.

له دې  وړاندې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان د ستنېدونکو لپاره یو خوندي هېواد نه‌دی.

د هغه په وینا، هغه افغانان چې بېرته دغه هېواد ته ستنېږي، له ځورونې، نیول کېدو، شکنجې، لوږې او نورو ګواښونو سره مخ کېږي.

یاد څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو میاشتو کې له یو شمېر ګاونډیو او اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو بهیر زور اخیستی او هره  ورځ سلګونه کسان افغانستان ته ستنېږي یا ستنول  کېږي.

د کډوالو او بشري حقونو ملاتړي بنسټونه وایي، افغانستان لا هم خوندي نه‌دی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply