د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس رحمتالله نبیل وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او وايي، نبیل پرې بېبنسټه تورونه لګولي، خو ټینګار کوي چې دوی له سیمهییزو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او دا معامله نه، بلکې د طالبانو ضد هڅې دي.
نبیل ویلي: “پټې معاملې عموماا د امنیتي او استخباراتي کسانو کار وي، نه زما. ښاغلي نبیل ما په خپله هنداره کې لیدلی دی.”
هغه وویل، دوی د مقاومت شورا او د یوه اغېزناک سیاسي ګوند په توګه له ټولو ښکېلو هېوادونو او د افغانستان له ګاونډیانو سره په اړیکه کې دي او د ده په وینا، د طالبانو د مسئلې د حل لپاره له سیاسي مذاکراتو نیولې تر میداني تحرکاتو هره ممکنه لاره تعقیبوي.
محقق پر نبیل تور پورې کړی چې د جمهوري نظام پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او یوشمېر افغانان یې زندانونو ته استولي، خو نبیل تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
هغه همداراز ویلي چې ایران او ترکیه هڅه کوي د افغانستان مسئله د سیاسي خبرو له لارې حل شي، خو خبرداری یې ورکړی چې که طالبان سختدریځۍ ته دوام ورکړي او سولهییزې لارې نتیجه ور نه کړي، نو دوی به له هرې ممکنې لارې کار واخلي.
محقق ویلي: “نن افغانستان یا د ټولو لپاره دی، یا د هېچا لپاره نه دی.”
د ملي امنیت پخواني رییس، رحمت الله ویلي، یوشمېر افغان سیاستوالو له پاکستان څخه غوښتنه کړې څو په چترال او نورو سیمو کې ورته د طالبانو خلاف جګړې لپاره مرکزونه ورکړي.
نبیل ویلي، اسلام اباد له دغو سیاستوالو سره ژمنې هم کړي چې اسلام اباد کې به د طالبانو خلاف د خوځښتونو لپاره دفترونه ورکړي.
نوموړي ادعا کړې چې محقق له پاکستاني استخباراتو سره څو ځل ناستې کړي او اسلام اباد کې یې د دفتر پرانېستلو غوښتنه کړې ده.
هغه وویل چې ایران، محمد محقق او نورو افغان سیاستوالو ته ویلي، که پاکستان سره ودرېدئ نو ټول به دغه هېواد څخه وشړل شي.
پاکستان او طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.