اسماعیل یون: اوس هم وایم چې طالبان د ۹۵ نومرو مستحق دي

2 Min Read

د کابل پوهنتون پخواني استاد، پوهاند محمد اسماعیل یون یوځل بیا په خپلو پخوانیو خبرو ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته ۹۵ نومرې ورکوي.

یون وویل: “اوس هم زه وایم چې دوی(طالبان) په امنیت کې د ۹۵ نومرو مستحق دي. “

یون له دې مخکې هم ورته څرګندونې کړې وې چې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې وې.

هغه داسې مهال د امنیت په برخه کې وسله‌والو طالبانو ته د ۹۵ نومرو په ورکولو ټینګار کوي چې تازه په کابل کې د ملګرو ملتونو یوه ښځینه کارکوونکې وژل شوې ده.

طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د کارکوونکې فرشتې عمادي د مړینې په اړه تر لومړنیو پلټنو وروسته ویلي چې هغې ځان وژنه کړې ده.

فرشته عمادي د ملګرو ملتونو کارکوونکې وه چې د مرګ خبر یې یونېسیف د جمعې په ورځ تایید کړ.

په رسنیو کې د ښځو د حقونو د ځینو فعالانو په حواله راغلي وو چې فرشته عمادي د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې وژل شوې ده.

ورته مهال د امریکا د څارګرې ادارې یا سي‌آی‌اې پخوانۍ کارکوونکې، سارا اډمز د فرشته عمادي د مړینې په اړه د طالبانو له لوري د ځان‌وژنې ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دا ادعا د باور وړ نه ده او که څوک د طالبانو پر دغه ادعا باور کوي ډېر ناپوهه دي.

هغې پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې هر هغه څوک د طالبانو دا بې باوره ادعا ومني، ډیر ناپوهه دی.

اډمز ویلي: “دا ادعا چې ګواکې د طالبانو تر ولکې لاندې په زندان کې د ځان‌وژنې له امله مړه شوې. هر څوک چې پر دې دا باور کوي، ډېر ناپوهه دی.”

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply