کرزي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو په پرانیستلو ټینګار وکړ

2 Min Read
Former Afghan President Hamid Karzai speaks during an interview to the Associated Press in Kabul, Afghanistan, Sunday, June 20, 2021. Karzai said the United States came to Afghanistan to fight extremism and bring stability to his war-tortured nation and is leaving nearly 20 years later having failed at both. (AP Photo/Rahmat Gul)

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي پر خپل فېسبوک‌پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو په بیا پرانیستلو ټینګار وکړ.

کرزي دغه څرګندونې د قطر د غوره روزنې بنسټ له لوري افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو د زمینې برابرولو په پار کړې دي.

هغه له قطر مننه کړې چې افغانو نجونو ته یې د تحصیلي بورسونو زمینه برابره کړې او په  وینا یې د همدې برنامې په ترڅ کې ۷۴ افغانې نجونې وتوانېدې چې په امریکا کې له بېلابېلو پوهنتونونو څخه فارغې شي.

کرزي د دې محصلینو پر فراغت خوښي څرګنده کړې او د افغانو نجونو د تعلیم د دوام لپاره د ټولو بنسټونو هڅې او ملاتړ وستایه.

هغه ټینګار وکړ چې د هېواد د پرمختګ لپاره ضروري ده چې روزل شویو کادرونو ته د کار فرصتونه برابر شي او د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي څو افغانې لوڼې د هېواد دننه زده‌کړو ته لاسرسی پیدا کړي.

حامد کرزی داسې مهال په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي چې د وسله‌والو طالبانو حکومت په کور دننه او بهر دغه شرعي او اصولي غوښتنې ته تراوسه مثبت ځواب نه دی ویلي.

د دوی د لوړو زده‌کړو وزیر، ملا ندامحمد ندیم څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و چې د نجونو د زده‌کړو په اړه پوښتنه کول هم تر بیاځلي منع ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply