پاکستاني چارواکي: په افغانستان کې ۲۵ ترهګریزې ډلې فعالې دي

2 Min Read

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي له خپل تاجیکستاني سیال، رحیم‌زاده رمضان همراه سره په بشکېک په کې کتلي دي.

د اعلامیې له مخې، دواړو لوریو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د روزنیزو مرکزونو په اړه خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې اوسمهال په دغه هېواد کې ۲۵ ترهګرې ډلې فعالې دي.

اعلامیه زیاتوي چې دواړو خواوو هوکړه کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه او د نشه‌يي توکو تولید د سیمې امنیت ته جدي ګواښ رامنځته کړی دی.

د تاجیکستان د کورنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر، رحیم‌زاده رمضان همراه له محسن نقوي سره لیدلي دي.

دا لیدنه د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د قرغیزستان په بشکېک ښار کې شوې ده.

اعلامیه زیاتوي چې دواړو خواوو د سرحدونو هاخوا جرمونو، سایبري جرمونو او معلوماتي امنیت پر ضد د همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

خو تاجیکستان د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې افغانستان ته اشاره نه ده شوې.

تاجیکستان تر دې وړاندې هم څو ځله خبر ورکړی و چې له افغانستان سره پر پوله یې له وسله‌والو قاچاقبرو سره نښتې شوې دي؛ هغو کسانو هڅه کوله چې دغه هېواد ته نشه‌يي توکي ولېږدوي.

پاکستان هم ادعا کوي چې د حکومت ضد وسله‌وال د افغانستان له خاورې اوړي او هلته ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply