امیرخان متقي: په افغانستان کې د مخالفت، بې‌اطاعتۍ او سرکشۍ هېڅ جواز نه‌شته

2 Min Read

د وسله‌والو طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، د ټول افغانستان پر یوه لوېشت او یو اېنچ ځمکه مخالفین تسلط نه‌لري، بلکې دوی مسلط دي او خبرداری یې ورکړ چې د دوی پر وړاندې د مخالفت، بې‌اطاعتۍ او سرکشۍ هېڅ جواز نه‌شته.

هغه خپل مخالفین ظالمان وبلل او د پوښتنې په توګه یې مطرح کړل: “له هغوی مخالفینو څخه دا پوښتنه باید وشي چې د چیشي لپاره مخالفت کوې، ایا په افغانستان هغه څه چې ته یې د مسلمان په حیث غواړې هغه نه‌دي عملي شوي. د هېواد په ۳۴ ولایتونو او ۴۰۰ ولسوالیو کې شرعي محاکم نه‌دي فعال، حدود نه جارېږي کېږي. په ټول افغانستان کې سود او شراب او همداراز غیر اسلامي ته تبلیغ بند دي. هېچاته دا حق نه‌شته چې مخالفت وکړي نو هېڅ جواز د مخالفت، د بې‌اطاعتۍ او سرکشۍ نه‌شته. هېچاته دا حق نه‌شته چې مخالفت وکړي.”

د متقي په باور مخالفت او د وسلې پورته کول یوازې د اشغال او بې‌دیني او له خپل مال او سر څخه د دفاع په مقابل کې جواز لري او څرګندوي: “نو دا چې سر او مال دې محفوظ دي، وطن دې ازاد دی او دین دې حاکم دی بیا د چیشي لپاره څوک باید مخالفت وکړي؟”

اخوا د  وسله‌والو طالبانو سیاسي او نظامي مخالفان بیا د متقي د څرګندونو خلاف دي او وايي، افغانستان د یوې ډلې له لوري اشغال شوی او نیوکې لري، چې حکومت یې ټولګډونه نه‌دی او د وګړو حقوق او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقوق په سمه توګه نه مراعاتېږي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply