ریچارډ بېنېټ: طالبانو په زندانونو کې پر نارینه‌‌وو هم جنسي تېري کړي

2 Min Read

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بېنېټ وايي، د هغه دفتر په زندانونو کې د طالب چارواکو لخوا د جنسي تاوتریخوالي او تېري ګڼې پېښې تایید کړي او په ډاګه شوې چې قربانیان یوازې ښځې او نجونې نه، بلکې نارینه او کم عمره هلکان هم دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې د طالبانو لخوا د ډله‌ییزې تېري په ګډون د جنسي تاوتریخوالي ۲۱ پېښې مستندې کړې دي.

ریچارډ بېنېټ ویلي، د ملګرو ملتونو دغه راپور د واقعیت یوه ډېره کوچنۍ برخه ده او په  وینا یې په افغانستان کې د ټولنیزو او کلتوري مسایلو له امله قربانیان د ملامتۍ او سزا له وېرې دا ډول مسایل نه برابرسېره کوي او طالبانو هم قربانیانو ته خبرداری ورکړی چې د بشري حقونو له څېړونکو سره خبرې ونه کړي.

هغه زیاته کړې: “له همدې امله قربانیانو ته د زیان رسېدو د مخنیوي لپاره د معلوماتو په راټولولو کې ډېر احتیاط کوو. چې کله هغوی بشپړ دایمي خوندي شي بیا بشپړ معلومات ترې راټولوو.”

بېنټ ټینګار وکړ چې په راتلونکي کې باید له هر جنسیت سره د شوي جنسي تاوتریخوالي موضوع ته په پوره جدیت پاملرنه وشي.

د امنیت شورا په راپور کې راغلي، طالبانو معترضې ښځې په خپلسري ډول نیولې او هغوی یې شکنجه کړې او جنسي تاوتریخوالي ورسره شوی دی.

خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په زندانونو کې بندیانو ته شکنجه ورکول رد کړي او وايي، د طالبانو د قوانینو له‌مخې دا ډول کړنې منع دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply