د جماعت اسلامي ګوند: پاکستان دې له افغانستان سره لارې بېرته پرانېزي

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر، حافظ نعیم‌الرحمان د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې څو له افغانستان سره دې ټولې تړلې لارې بېرته پرانېزي.

هغه د دواړه خواوو د قومي مشرانو او سوداګرو د ګډې کمېټې د جوړېدو غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې دغه اقدام د خلکو د هوساینې او اقتصادي ټیکاو لپاره اړین دی.

نوموړي دغه څرګندونې د “بدل دو نظام” تر شعار لاندې د بلوچستان په ژوب کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال کړې او ده د ځانګړو سوداګریزو زونونو د جوړولو غوښتنه هم کړې او وړاندیز یې کړی چې د سولې د ټینګښت او د سوداګریزو لارو د امنیت ساتلو مسوولیت دې قبایلو ته وسپارل شي.

نعیم‌الرحمان د پاکستان حکومت پر اوسنیو پالیسیو له نیوکې سره ویلي چې لارې د شپې له‌خوا یوازې د څو کسانو د ګټو لپاره پرانیستل کېږي؛ په داسې حال کې چې د زرګونه خلکو د ژوند او روزګار چارې اغېزمنې شوې دي.

له دې مخکې هم د خیبر پښتونخوا په لنډي‌کوتل سیمه کې د سیاسي‌ ګوندونو مشرانو، قومي مخورو، سوداګرو او د ټرانسپورټي ټولنو غړو په یوې اعتراضي غونډه کې د تورخم لارې تړل پاتې کېدو پرېکړه اقتصادوژنه ګڼلې او له پاکستان حکومت نه یې د ژر پرانیستو غوښتنه کړې وه.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply