د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې د بشري حقونو درناوی، د نجونو او ښځو د زدهکړو حق تامین، د ټولشموله حکومت جوړول او د رڼو ټاکنو له لارې د واک لېږد د هېواد د ثبات لپاره اړین دي.
د یاد ګوند مشر، خوشحال خان کاکړ یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو جګړو، ناامنۍ او بهرنیو لاسوهنو له امله له سختو ستونزو او زیانونو سره مخ شوی دی.
کاکړ په افغانستان کې د بشري حقونو د بشپړ رعایت غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د نجونو او ښځو پر زدهکړو او نورو اساسي حقونو لګېدلي محدودیتونه باید پای ته ورسېږي.
هغه همداراز وغوښتل چې په افغانستان کې د ټولو قومونو، سیاسي جریانونو او ټولنیزو قشرونو په ګډون یو ټولشموله ملي حکومت جوړ شي او په وینا یې، باید لویه جرګه راوبلل شي، نوی اساسي قانون جوړ شي او د شفافو او رڼو ټاکنو له لارې واک د خلکو منتخب استازو ته وسپارل شي.
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر داسې مهال د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښيي او د دې وضعیت د ښه کېدو لپاره د ټولټاکنو غوښتنه کوي چې څو ورځې مخکې د حزباسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار هم ورته غوښتنه کړې وه.
د هغه په خبره، واقعي سولې او ثبات ته د رسېدو او د روان بحران د حل يوازېنۍ لار دا ده چي ټول اغېزناک داخلي لوري په رښتینې توګه او له قيد شرط پرته مذاكراتو ته كښېني او پر څو اساسي خبرو هوکړه وكړي.
نوموړي په دغو بنسټیزو خبرو کې دوه هغه د واک لپاره له جګړې او د بل په زور د خپل مخالف لوري ماتولو نه ډډه کول بللي دي او په غیرمستقیم ډول یې په افغانستان کې د ټولټاکنو غوښتنه کړې ده.
د هغه په وینا، چې اهل کس ته د مشرۍ امانت سپارل د ملت شرعي حق دی او امیر هم باید د بادار پرځای د خلکو خادم وي او ده د ملت مشري د خلکو په اکثریت او علني رایو پورې مشروط کړې ده.