د طالب وسلهوالو د سترې محکمې رئیس او قاضيالقصات ملا عبدالحکیم حقاني د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال خبرداری ورکړی چې هغه نظام چې پر ظلم ولاړ وي، دوام نه کوي.
حقاني د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې له ظلم، تېري او له بندیانو او مجرمانو سره له ناسم چلند څخه ډډه وکړي.
هغه د طالبانو له سیمهییزو مسوولانو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې باید شکر وباسي، ځکه په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او هېڅ بهرنی لاسوهنه نشته.
نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې په ځانګړي ډول د خلکو، په ځانګړې توګه د بندیانو او تورنو کسانو پر وړاندې د ظلم او زیاتي موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل: “هیڅوک حق نه لري چې یو مجرم په خپل سر مجازات کړي. له مجرم او بندي سره باید ښه چلند وشي. هر ډول ظلم، تېری او له بندیانو او مجرمانو سره ناسم چلند د منلو وړ نه دی او باید ترې ډډه وشي.”
حقاني خپلو وسلهوالو ته په خطاب کې ټینګار وکړ: “هڅه وکړئ پر چا ظلم ونه کړئ، ځکه هغه نظام چې ظلم کوي، دوام نه کوي”.
عبدالحکیم حقاني د طالبانو د تحریک له بنسټګرو او د دې ډلې له اغېزناکو او مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږي.
حقاني داسې مهال دا خبره کوي چې د طالبانو اداره د صحرایي محکمو، خپلسرو غچ اخیستنو، د قانوني بهیر له بشپړېدو پرته د تورنو کسانو په ډزو وژلو، شکنجې او له بندیانو سره د ناسم چلند په ترسره کولو تورنه ده.
راپورونه ښيي چې سلګونه پخواني امنیتي ځواکونه وژل شوي، شکنجه شوي او یا لادرکه شوي دي، همدارنګه داعش پورې د تړاو په تور کسان له محاکمې پرته په ډزو وژل شوي، او ځینې سیاسي بندیان په زندانونو کې د شکنجې له امله مړه شوي دي.
تر دې وړاندې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني هم ویلي وو چې نظام په ظلم دوام نه کوي.
د طالبانو د سترې محکمې رئیس او قاضيالقصات عبدالحکیم حقاني خپله هم د هاګ د نړیوالې جزایي محکمې لخوا د بشریت ضد جنایتونو په تور تر تعقیب لاندې دی.
د طالبانو مشر، ملا هبتالله او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په افغانستان کې د ښځو، نجونو او نورو کسانو پر وړاندې د جنسیت او سیاست پر بنسټ د سیستماتیک ځورونې او ځپنې په تړاو تر عدلي تعقیب لاندې راغلي دي.