د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چېرې چې فقر او ناامني وي او اقتدار د مفسدينو او ظالمانو په لاس كي وي هلته كه څوک سل ځله ادعا وكړي چي دلته اسلامي نظام راغلى، ستر او كركجن دروغ یې ويلي دي.
د هغه په خبره، واقعي سولې او ثبات ته د رسېدو او د روان بحران د حل يوازېنۍ لار دا ده چي ټول اغېزناک داخلي لوري په رښتینې توګه او له قيد شرط پرته مذاكراتو ته كښېني او پر څو اساسي خبرو هوکړه وكړي.
نوموړي په دغو بنسټیزو خبرو کې دوه هغه د واک لپاره له جګړې او د بل په زور د خپل مخالف لوري ماتولو نه ډډه کول بللي دي او په غیرمستقیم ډول یې په افغانستان کې د ټولټاکنو غوښتنه کړې ده.
د هغه په وینا، چې اهل کس ته د مشرۍ امانت سپارل د ملت شرعي حق دی او امیر هم باید د بادار پرځای د خلکو خادم وي او ده د ملت مشري د خلکو په اکثریت او علني رایو پورې مشروط کړې ده.
هغه زیاتوي، امر بالمعروف باید تر سركاري ادارو او مامورينو محدود نه شي او نه هم د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله شي او په خبره یې امیر باید د امر او فرمان پرځای چارې سمبال کړي او د قدوري ملا د انجنیري پوهنځي رییس ونه ټاکي.
حکمتیار د هبتالله د فرمانونو صادرولو ته اشاره کړې او وايي، چې امیر باید د امر او فرمان پرځای چارې سمبال کړي او د خپلو احکامو پرځای د خدای حکمونه پلي کړي او ولس د هرڅه په تړاو په مشورو کې شریک وګڼي.
حکمتیار په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې د افغان ولس پر رول ټینګار کړی او د دې لپاره یې د ولس د یوې ممثلې شورا موجویت وړاندیز کړی چې د اساسي قانون د جوړولو واک ولري او راتلونکي حکومتونه هم د دغه قانون له مخې جوړ شي.
نوموړي پر ټولو اړخونو غږ کړی، چې د پرديو امنيتي، استخباراتي او وسله وال حضور او لاسوهنې رد کړي.
د حزب اسلامي مشر د یوې داسې دارالافتا پر جوړولو هم ټینګار کړی چې دده په وینا، د خپلسرو فتواګانو او له حلال نه د حرام او له حرام نه د حلال جوړولو مخه ونیسي او امر بالمعروف هم د هر مسلمان دنده وګڼل شي.