ویس برمک: افغانستان د نړۍ امنیت لپاره په رامنځته کېدونکي ګواښ بدلېږي

3 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزیر، ویس برمک د بریتانیا په پارلمان کې په یوه غونډه کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یوه کورنۍ مسئله نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره په رامنځته کېدونکي ګواښ بدلېږي.

هغه وویل طالبان د شاوخوا ۲۳زره دیني مدرسو په پراخولو سره د افغانستان ښوونیز نظام پر یوه ایډیولوژیکي جوړښت بدلوي، داسې جوړښت چې د هغه په وینا عصري زده‌کړې له منځه وړي، نجونې له زده‌کړو محروموي او نوی نسل په یوه تړلي او د افراطیت لپاره چمتو چاپېریال کې روزي.

برمک ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې پنځه کلنه تعامل ناکام شوی او سیمه به هم د دې بهیر له پایلو خوندي پاتې نه‌شي.

ویس برمک داسې مهال د افغانستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې د راپورونو پر بنسټ دا مهال زرګونه بهرني جنګیالي په افغانستان کې روزنیز کمپونه لري.

له دغو ترهګرو ډلو یوه ټي‌ټي‌پي ده چې پاکستان تل غوښتنه کړې چې د افغانستان خاوره باید د دوی پر ضد ونه کارول شي.

اخوا د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف د سنډي‌ټایمز په نوم له یوې برتانوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې په افغانستان کې د ترهګرو پر پټنځایونو عملیات د پاکستان مجبوري وبلله.

هغه وویل: “موږ کابل ته څو ځله د سولې پیغامونه استولي، ځکه موږ باید تل د ګاونډیانو په توګه ژوند وکړو. زموږ له افغانستان سره تر دوه زره کیلومترو زیاته ګډه پوله ده، که سوله وي، دواړه هېوادونه به سوکاله وي.”

د شریف په خبره، د پاکستان یوازېنۍ غوښتنه دا وه چې طالبان ډاډ ورکړي څو ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکول کېږي چې خپله خاوره وکاروي.

هغه زیاته کړه: “موږ څنګه کولای شو له هغو کسانو سره عادي چلند وکړو، په داسې حال کې چې زموږ بې ګناه خلک وژل کېږي؟ د ترهګرۍ داغ د پاکستان له مخه لرې کول زموږ نه ماتېدونکی عزم دی. دا جګړه موږ یوازې د پاکستان لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره کوو.”

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply