د عامې روغتیا وزارت: څو کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

1 Min Read

د طالبانو په کنټرول کې د عامې روغتیا وزارت د خصوصي‌ سکټور د همغږۍ مسوول، احمد خندان د یوه روغتیايي مرکز د پرانیستې مراسمو کې ادعا وکړه چې د روغتیا برخه یې ځان بساینې ته نږدې شوې او تمه لري چې شپږ کاله وروسته به د ګاونډيو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي.

نوموړي ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې د ناروغانو د درملنې په برخه کې د ګاونډيو هېوادونو له احتیاجه خلاص شوي او تمه لري چې راتلونکو شپږو کلونو کې به لا نور پر ځان بسیا شي.

هغه وویل: “موږ په تېرو ۶ میاشتو کې په روغتیایي برخه کې پر ځان بسیا شوي یو او ګاونډیو هېوادونو ته د ناروغانو د درملنې لپاره اړتیا نه‌ده پېښه شوې. ۶ کاله وروسته امېد لرم چې د ګاونډیو هېوادونو ناروغان به افغانستان ته د درملنې لپاره راځي.”

د طالبانو لخوا د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو د لګېدلو بندیزونو سره سم څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو  ویلي وو، تر ۲۰۳۰م کاله به افغانستان د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له زرګونو شمېر کمښت سره مخ وي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply