راپورونه وايي٬ طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له تشکیلاتو څخه د بشري حقونو او د ښځو نړیوالو چارو ریاست لرې کړی دی.
د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچينو دغه خبر تایید کړی دی.
په دې مکتوب کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس، لطفالله خپلواک چې د تېر جمهوري نظام کارکوونکی هم دی، د غویي په ۱۴مه د دې وزارت مالي او اداري ریاست ته په یوه لیک کې لیکلي چې د طالبانو د رئیسالوزرا په حکم د ۱۴۰۵ کال لپاره د دغه ریاست د تشکیل تنقیص منظور شوی دی.
د طالبانو وسله والې ډلې واک ته په بیا رسېدو سره سم تر دا مهاله د ښځو اړوند ډېری بنسټونه په منظم شکل سره د دولت له جوړښت څخه لرې کړي دي.
طالبانو په لومړنیو اقداماتو کې د ښځو چارو وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته واړاوه او اوسمهال په دې ودانۍ کې د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن المنکر یو ریاست فعاليت لري.
دغه راز طالبانو افغان مېرمنې د دولتي او نادولتي بنسټونو په ډېری برخو کې له کار کولو منع کړې، او دمګړی میلیونونه نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زدهکړو هم محرومې دي.
که څه هم په کور دننه او بهر د طالبانو دغه بندیزونه او محدودويتونه له سختو مخالفتو سره مخ شوي، خو دې ډلې په خپلو تګلارو کې بدلون نه دی راوستی.