د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د روان زېږدیز کال د مارچ په ۱۶مه د پاکستان له لوري په کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د شوي برید په تړاو د بشپړې او خپلواکه څېړنې غوښتنه کړې.
هغه پر ایکس ویلي: “هغه برید چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) پهکې د شاوخوا ۲۶۹ ملکیانو د وژل کېدو پخلی کړی، باید په هر اړخیز او خپلواک ډول وڅېړل شي.”
بېنیټ ټینګار کړی چې پر ملکیانو او یا ملکي تاسیساتو قصدي بریدونه ښایي د جنګي جرمونو په ډله کې راشي او ده له طالبانو غوښتي څو په ورته روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو خوندیتوب ډاډمن کړي.
اخوا وړمه ورځ په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي، هریش پارواتانیني په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په اړه ویلي وو، پاکستان د ملکیانو پر وړاندې د نسل وژنې او تاوتریخوالي اوږد تاریخ لري.
پارواتانیني وایي، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له امله ۷۵۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.